Book Name:Achi Aur Buri Lalach
په سيپاره 5 سُوْرۂ نِسآء آيت نمبر 128 کښې ارشاد دې :
وَ اُحْضِرَتِ الْاَنْفُسُ الشُّحَّؕ- (پ٥ ، نسآء : ١٢٨)
مفهوم ترجمۀ کنزُ الاِیمان : او زړه د لالچ په دام کښې [نښتے] دے.
په تفسيرِ خازن کښې د دې آيت لاندې دي : “ لالچ “ د زړه لازمي حصه ده ځكه چې دا هُم داسې جوړ شوے دے. په اولادِ آدم کښې حِرص ، لالچ او حسد دا دريواړه څيزونه ايښودے شوي دي او تر قيامته پورې به پکښې وي. ([1]) د دې دريواړو څيزونو يا د يو نه كاميابي هغه چا ته نصيب كيږي چا له چې الله پاك توفيق وركړي.
چنانچه په قرآنِ كريم کښې ارشاد دې :
وَ مَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَۚ(۹) ( پ۲۸ ، الحشر : ۹)
مفهوم ترجمۀ کنزُ الاِیمان : او څوك چې د خپل نفس د لالچ نه بچ كړے شُو نو هُم هغوئي كامياب دي.
په تفسير صراطُ الجِنان کښې د دې آيت لاندې ليك دي : د دې آيت نه معلومه شوه چې د كومو حضراتو نفس د لالچ نه پاك كړے شوے دے هغوئي په حقيقت کښې كامياب دي او دا هم معلومه شوه چې د نفس د بد لالچ د بد عادت نه بچ كيدل ډير مشكل دي ، په چا باندې چې د الله پاك خاص رحمت وي هم هغه د دې عادت نه بچ كيدے شي. دا عادت څومره نقصان وركوونكے دے د دې اندازه د دې حديثِ