Karamat e AalaHazrat

Book Name:Karamat e AalaHazrat

هغوئي اوفرمائيل : په دې كښې څه دي. ما خو په هغه دُعاګانو دم کړې كومې چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلي دي ، تاسو ته به هيڅ نقصان نه رسي. هغوئي بيا عرض اوكړو : زه تاسو د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتنيے نائب ګنړم. سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت صِديقِ اكبر رَضِیَ الله عَنْه په ښپه مباركه لعابِ دَهَن لګولي وو. كه تاسو زما په ښپه خپلي لاړې مبارکې اولګوئ نو زما زړه به مطمئن شي.  دا ئې چې واوريدل نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لږ شان خفګان ښکاره کړو او د هغه په ښپه ئې خپلې لاړې مبارکې پورې کړې.... او ورته ئې اوفرمائيل بے فكره اوسه او په اطمينان سره آرام اوكړه او سحر ما د خيريت نه خبر كړه...... مختصر دا چې هغه ټوله شپه په خوب کښي مار وژلو ځکه چې کوم مار چيچلے وو هغه قناعت علي پخپله وژلے وو ، بهرحال سحر ئې چې قناعت علي صحت مند اوليدلو نو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير خوشحاله شو.[1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به څه وائے! د هغوئي دم او لاړو هغه كار اوكړو چې د مار زَهرو خپل اثر ښكاره نه كړے شو او اثر به څنګه ښكاره شوے وے ځکه چې د دم الفاظ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وو او لاړې مبارکې د رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نائب وے چې هغه د خپل وخت مجدد اعظم ،


 

 



[1]    حیات اعلی حضرت ، ج۳ ، ص۱۹۸ ملخصاً