Karamat e AalaHazrat

Book Name:Karamat e AalaHazrat

اِمامِ اهلِسُنت ، د شريعت محافِظ ، امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وو چا چې په مسائلو كښې د مُجتَهِد درجه لوله او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے عاشق هم وو.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ټولو نه لوئ كرامت په شريعت باندې اِستقامت (يعنې په نيكو اعمالو كولو كښې هميشه والے) وو ، او د علماؤ او صوفياؤ په نِزد اصل څيز هم دا دے ځكه چې استِقامَت د كرامت نه اوچت دے ، د دې وجه دا ده چې په كرامت كښې د نفس خوشحالي ده او په استِقامت كښې  نفس كمزورے كول دي او دا ډير اهمه خبره ده.

       د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شريعت باندې استِقامت ته اوګورئ چې د لمُونځونو دومره اهتمام به ئې كولو چې د وخت نه مخكښې جُمات ته روان وو. او عشقِ رسول ئې اوګورئ چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كومې دُعاګانې ارشاد فرمائيلي دي هغه ورته زباني يادې وے او په هغے ئې يقين داسې وو چې اوئې فرمائيل! لاړ شه په اطمينان سره اوده شه او سحر ما د خيريت نه خبر كړه ، د لمَانځه نه پس د وظائفو اهتمام كولو والا ، د يو مسلمان درد خپل درد ګنړلو والا ، د ساداتو اداب كولو والا ، او د شريعت په مُعامَله كښې ډير مُحتاط وو. چې څوک داسې د شريعت لحاظ ساتلو والا وي او په نفلي عبادتونو داسې استِقامَت لري نو الله پاك هغه ته خپل قُرب عطا كوي او چا ته چې دا دولت نصيب شي نو بيا څه كيږي ، په دې باره کښي حديثِ قُدسي واورئ :  

      د بُخاري شريف حديث مبارك دے ، چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي : الله پاك ارشاد فرمائي : “ يو بنده هُم زما د فرائضو ادا كولو نه زيات د بل څيز په ذريعه