Karamat e AalaHazrat

Book Name:Karamat e AalaHazrat

زما نِزديکت نه شي حاصلولے (د فرائضو نه پس بيا هغه) د نوافلو په ذريعه [مسلسل] زما قُرب حاصلوي ، تر دې چې زه هغه [خپل] محبوب جوړ كړم او زه د هغه غوږ جوړ شم په كوم چې هغه اوريدل كوي او د هغه سترګه جوړ شم په كومه چې هغه ليدل كوي ، د هغه لاس جوړ شم په كوم چې هغه نيول كوي ، د هغه ښپه جوړ شم په كومه چې تلل كوي ، كه هغه زما نه اوغواړي نو زه به هغه ته ضرور وركووم او كه هغه زما نه پناه اوغواړي نو زه به هغه ته ضرور پناه وركړم. “ [1]

     غور اوكړئ د چا په باره كښې چې الله پاك داسې فرمائيلي دي نو د هغه به څنګه شان وي ، او ولے به د داسې کس لاسونه لګولو سره د زهرو اثر نه ختميږي.

      اے عاشقانِ رسول! تاسو واوريدل چې سركارِ اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شريعت څومره حفاظت كوونكے وو؟ او څومره د عباداتو پابندي كولو والا وو. د عبادت شوق ئې داسې وو چې په جمات كښې به ئې د جَمعې د لمَانځه اهتمام فرمائيلو او د لمَانځه نه پس به ئې استِقامت سره وظائف هُم لوستل. راځئ چې مونږه هم پخه اراده اوكړو چې مونږه به هم پينځه واړه لـمونځونه د جَمعې [اِمامتئ] سره په جُمات كښې ادا كوو. اِنْ شَــآءالـلّٰـه

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]    صحیح بخاری ، کتاب الرقاق ، رقم ۶۵۰۲ ، ج۴ ، ص۲۴۸