Karamat e AalaHazrat

Book Name:Karamat e AalaHazrat

اوچتول غوښتل خو اوچت ئې نه كړو. هغه جادوګر چې دا كرامت اوليدلو نو د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ښپو پريوتلو او كَلِمه طَيِّبَه ئې اولوستله او د اسلام د دولت نه مالا مال شو او د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دربار نه ئې د روحانيت لوئ نِعمَت حاصل کړو. [1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! يقيناً د الله والؤ انداز هم ډير عجيبه وي. د هغوئي يو ځائے ته تلل د حِكمَت په طور وي او د يو چا د كار ازميښت اخستل هم د بركت سبب وي. د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا عادت نه وو چې په كوڅو كښې تماشے اوګوري ، هغوئي به د دِين په خدمت كښې داسې مصروفه اوسيدلو چې د فتاوٰى ليكلو د پاره به هغوئي سره وخت نه وو ، دومره ډيرې فتاوے به هغوئي ته راتللې چې هغوئي به څلور څلور کسان كښينولي وو او دوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فتوے وئيلې او هغوئي به ليکلې. خو د الله پاك ولي د خپل كشف په ذريعه پوهيږي چې په څه كښې زياته فائده ده ، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  مقصد يو كافر ته د اسلام د لازوال نِعمَت دعوت ورکول وو ، په دې وجه اودريدلو او هغه ئې عاجزه كړو او په دې خبره منلو باندې ئې مجبوره كړو چې اسلام حق او رښتينے دِين دے۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]    فیضان اعلیٰ حضرت  ، ص202 بحوالہ  تجلیات    امام احمد رضا  ، ص 77