Karamat e AalaHazrat

Book Name:Karamat e AalaHazrat

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې كرامت نه معلومه شوه چې هر مريد له پكار دي چې خپل پير سره د زړه محبت او عقيدت ساتي ځكه چې بُزُرګانِ دين فرمائي چې كامِل پير د خپل مُريد د پاره د الله رحمت هم دے او د الله فضل هم دے ، لِهٰذا يو مُريد د خپل پير نه چې څومره بركتونه حاصلولے شي هغه په خپل ځائے ، خو د پير ذات د دې ټولو بركتونو نه زيات د مريد د پاره د خير و بركت باعث دے. په دې وجه مريد له پكار دي چې كله د خپل پير نه لار جُدا نه کړي.

    امام شَعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ارشاد فرمائي : په مُريد لازم دي چې هغه خپل زړه د خپل مُرشِد سره هميشه مضبوط ساتي او هميشه تابعداري كوي او هميشه دا اعتقاد لري چې الله پاك د ټول امداد دروازه صرف د هغه مُرشِد ګرځولے دے (يعنې څه چې مِلاويږي د مُرشِد د در نه به مِلاويږي) او مريد ته يو مدد او فيض د مُرشد د واسطے نه بغير نه رسي. اګر چه ټوله دُنيا د مشائخو نه ډكه ده. خو دا قانون  د دې د پاره دے چې مريد د خپل مُرشِد نه علاوه نورو ټولو نه خپله توجه لرې كړي. ځكه چې د هغه امانت صرف د هغه مُرشِد سره وي ، بل چا سره نه وي.

   خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ په دې پُرفـِتَن دور كښې اميرِ اهلِسُنَّت ، بانئ دعوتِ اسلامي حضرت علامه مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ زمونږ د پاره ډير لوئ نِعمَت دے ، څوك چې د هغوئي مُريد كيږي ، هغوئي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ هغه د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُرِيد جوړوي. لكونه خلق د هغوئي مُرِيدان دي ، ډير داسې مُريدان دي چې هغوئي ته د اميرِ اَهلِسُنَّت ډير برکتونه نصيب