Karamat e AalaHazrat

Book Name:Karamat e AalaHazrat

   په تَجَلِّيَاتِ امام احمد رضا كښې دي : غالباً د 1320 هجري واقعه ده چې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بَيسَل پور كښې د مولانا عرفان علي صاحب كور ته تشريف يوړلو ، اعلٰى حضرت كوربه ته اوفرمائيل چې : آيا په دې كلي كښې د ولِـىُّ الله مزار شريف شته؟ هغوئي عرض اوكړو چې : دلته خو د کوم مشهور وَلِـىُّ الله مزار زما په نظر کښي نشته. اعلٰى حضرت اوفرمائيل چې : ما ته د وَلِـىُّ الله خوشبو راځي ، زه د هغوئي مزار ته فاتحه لوستلو د پاره ځم ، بيا مولانا عرفان علي صاحب عرض اوكړو : د دې كلي په غاړه  يو قبر دے ، ځنګلي علاقه ده ، يوه كوټه جوړه شوي ده په هغے كښې قبر دے. اوئې فرمائيل : راځئ چې ځُو! بيا اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه غير مشهور مزار ته تشريف يوړلو ، او هغه كوټے ته ورننوتلو او دروازه ئې بنده كړه تقريباً 45 منټه دننه وو. ډير زيات خلق راجمع شوي وو ، هلته موجود ګواهان ، خصوصاً مولانا عرفان علي صاحب بيانوي چې داسې معلوميدله لکه دوه كسان چې په خپل مينځ كښې خبرې كوي. چې كله اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بهَر ته تشريف راوړلو نو په مخ مبارك ئې جلال وو ، رُعب دار آواز كښې ئې اوفرمائيل : د بيسل پور اوسيدونکو! تاسو تر اوسه پورې په تياره كښې پراته وئ ، دا د الله زبردست ولي دے ، د اسلام د غازيانو نه دے ، سُهُروردي سلسلے سره او د انصارو قبيلے سره تعلق لري او غازي كمال شاه ئې نوم دے. په تاسو لازم دي چې د دوئي نه فيض حاصل كړئ او د دوئي مزار شريف ډير ښكلے جوړ كړئ ، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې څنګه دا اوفرمائيل نو په هُم هغه وخت د خلقو ګنړه شوه او د هغه وَلِـىُّ الله نه ئې برکتونه حاصلول شروع كړل ، بيا هغه شړ ځنګل په لږو ورځو كښې