Karamat e AalaHazrat

Book Name:Karamat e AalaHazrat

ده چې د هغوئي د سيرت مطالَعه اوكړے شي او د هغوئي د سيرت اختيارولو كوشش اوكړے شي. هسې خو د اوليائے كرامو ډير اوصاف او مُعامَلات داسې دي چې هغه په ټولو اولياءُ كښې موجود دي. په هغے كښې د هغوئي يو صِفَت د قرآنِ كريم تلاوت هم دے. دا د الله پاك دوستان د الله پاك كلام په ډيره مينه لولي ، په دوئي كښې بے شميره داسې هم دي چې هره شپه به ئې قرآن كريم ختمولو. راځئ چې مونږه هم دا نِيَّت اوكړو چې هره ورځ به كم از كم درې آيتونو سره د ترجمے او تفسير د صِراطُ الْجِنان مطالَعه كوو او د قرآنِ كريم په تعليماتو به پخپله هُم عمل كوو او نورو اسلامي ورونړو ته به هم ترغيب وركوو.

        د ذىلي حلقے 12 مدني كارونو كښې يو مدني كار “ د سحر د لـمانځه نه پس مَدَني حلقه “ هم ده. چه په هغې كښې د سحر د جَمعې د لمَانځه نه پس په جُماتونو كښې هره ورځ د درې آيتونو تلاوت د ترجَمه كنزُ الايمان او تفسير خزائنُ العرفان ، تفسير نور العرفان يا تفسير صِراط الجِنان سره لوستل ، د مدني درس(درسِ فيضانِ سُنَّت) ، د منظوم شجره قادريه رضويه عطاريه لوستلو او اوريدلو اهتِمام كيږي.

     12 مدني كارونو كښې د دې مدني كار “ د سحر د لـمانځه نه پس مَدَني حلقه “ تفصيلي معلوماتو حاصلولو د پاره د مكتبةُ المَدينه رساله “ بعدِ فجر مَدَني حلقهاولولئ ، ټول اسلامي ورونړه دِ د دې رسالے لازمي مطالعه اوكړي ، دا رساله د دعوتِ اسلامي ويب سائيډ نه هم لوستلے شئ او ډاؤن لوډ كولے ئې هم شئ.

     په دې رساله كښې تاسو لوستلے شئ *   د سحر د لـمانځه نه پس مَدَني حلقهڅه