Karamat e AalaHazrat

Book Name:Karamat e AalaHazrat

ته وائي؟ * د مدني حلقے لګولو طريقه * د مدني حلقے د معمولاتو وضاحت * د فيضانِ سنت متعلق فائده مندې خبرې * د شجره شريف لوستلو بركتونه * د دُعا فائدے * د اشراق و څاښت [د نوافلو] بركتونه * د مدني حلقے لګولو فائدے او  * د مدني حلقے لګولو يو څو احتياطونه وغيره

     اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! * د مدني حلقے په بركت په جُمات كښې د كښيناستلو ثواب حاصليږي * د سحر د لـمانځه نه پس مَدَني حلقه د قرآنِ كريم د ترجمے او تفسير سره د پوهه حاصليدلو بهترينه ذريعه ده * د مَدَني حلقے په بركت د اشراق و څاښت نوافلو ادا كولو موقع نصيب كيږى * مدني حلقه كښې د بُزرګانِ دين په ذِكرِ خير باندې د مشتمل شجرے شريفي لوستلو او اوريدلو شرف حاصليږى. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه د دې شجرے مباركې په بركت د ډيرو عاشقانِ رسول دُعاګانې قبليږى ، د مصيبتونو او پريشانو نه خلاصے ورنصيب كيږي او بند كارونه ئې روانيږى ، راځئ چې د ترغيب په طور يو مدني سپرلے واورو ، چنانچه

ويزے مِلاؤ شوے

     يو اسلامي ورور تقريباً د 14 كالو نه په بَهَر وطن كښې وو او د شپږو كالو نه ئې د دعوتِ اسلامي مدني ماحول سره تعلق دے. هلته د هغه خپل كاروبار دے. هغه ته يو ځل په خپله كارخانه كښې د كار كوونكو ضرورت پيښ شو. هغه د ويزو د پاره بيا بيا درخواستونه جمع كړل ، خو د ډيرو كوششونو باوُجود ويزے مِلاؤ نه شوے. څو كاله داسې تير شو هغه ډير پريشانه وو ځكه چه د نوكرانو د نشتوالي په وجه هغه ته نقصان کيدلو. خير هغه همَّت