Karamat e AalaHazrat

Book Name:Karamat e AalaHazrat

وِلايت وركړي نو بيا د هغه حفاظت هم كوي څنګه چې

     سجاده نشين حضرت مُحَدِّث سورتي مانا مياں صاحب فرمائي : يو ځل د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قتل كولو مُنَظَّم سازش جوړ کړے شوے وو او دوه سړى مقرر كړے شوي وو چې د ماسخُتن د لمَانځه نه پس چې د جمات نه را اُوځى نو شهيد ئې كړئ. هغه دواړه سړي يوه ورځ د جمات نه په هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پسے شو او په لاره كښې ئې په هغوئي حمله كول غوښتل ، نو د هغه دواړو د خُلې نه خوفناكه چغه اووتله او راغوزار شولو او بے هوشه شول. خلقو چې چغه واوريدله نو هغه ځائے ته راغلل او هغوئي ئې بے هوشه اوليدل ، او په هوش كښې د راوستلو كوشش ئې شروع كړو ، چې كله هغوئي په هوش کښي راغلل نو خلقو ترينه تپوس اوکړو چې دا څه وو ، هغوئي دواړو د قتل د سازش خبره ښکاره کړه او اوئې وئيل : چې كله مونږه حمله كول غوښتل نو د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښي او ګڅ دواړه طرف ته دوه ازمري راپيدا شو او زمونږ طرف ته په ډير غضب کښي رامخكښې شو ، بيا مونږ په ځان نه يُو پوهه شوي چې څه اوشو. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل : په ظاهره خو هغه دوه ازمري وو خو په حقيقت كښې الله پاک په فضل و کرم] د نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عاشق حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مدد وو. هغه دواړه كسان په هم هغه ساعت د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مخكښې توبه ګار شو او د هغوئي مريدان هُم جوړ شو.[1]


 

 



[1]   حیات اعلی حضرت ، ج۳ ، ص۲۳۶ ، ملخصاً