Book Name:Karamat e AalaHazrat
دشمن اگرچِہ گھات میں ہے کوئی غم نہیں ان کی مدد رہے تو بِگاڑ اپنا کیا سکے[1]
[يعني اګر که دُښمن را ته په لار کښي ناست وي هيڅ غم نشته ، ځکه چې د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او پيرانِ پير دستګير غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مدد راسره وي نو زما هيڅ نه شي کولے]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د سيد ايوب علي رضوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان دے چې د يو مسلمان ډاكټر بوډئ مور د صدر د علاقے نه د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضره شوه او په ژړا ژړا كښې ئې عرض اوكړو : زما يو ځوئ دے سختې تبې نيولے دے او د دوو ورځو نه بے هوشه دے ، حضور! كه تاسو لږ تكليف اوكړئ او زما كور ته تشريف راوړئ نو ډير كرم به اوشي. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغے بوډئ درخواست قبول كړو او د مازديګر نه پس د ورتللو وعده ئې اوفرمائيله ، په مقرره وخت د ډاكټر صاحب موټر راغے او اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حاجي كفايتُ الله او زما ورور قناعت علي او زه ئې ځان سره كړو ، مولانا حسنين رضا هم تلل غوښتل نو هغه ئې هم ځان سره بوتلو او د بوډئ كور ته اورسيدل. څه ګوري چې واقعي ډاكټر صاحب بےهوشه پروت دے. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هلته يو تعويز اوليكلو او د ښي لاس په مټ ئې ورته اوتړلو او ګهړئ ئې مخې ته كيښودله ، او كټ ته ئې نزدې په كرسئ كښيناستلو. تقريباً نيمه ګنټه