Karamat e AalaHazrat

Book Name:Karamat e AalaHazrat

تيره شوي وه چې ډاكټر صاحب سترګې اوغړولې او تبه ئې ختمه شوه. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ئې بوډئ مور ته اوفرمائيل : كه تږے شي نو پودينه او سرے لائچي له په اوبو كښې جوش وركړه او يخې ئې كړه او هغه پرې اوڅښه ، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ماښام نه پس بيرته راغلو ، سحر ورته خبر راغے چې سخت اوږے دے ، اوئې فرمائيل : د مَيو د دالو اوبه  ورله وركړئ او په ورځ كښې ئې چې څه حال وو ما ماښام ما خبر كړئ  خو د الله پاك فضل اوګورئ چې د مازديګر په وخت د خبر په ځائے ډاكټر صاحب په موټر كښې پخپله حاضر شو. مونږ ټول حيران شو چې پرون ماښام ئې دا حال وو چې د كمزورئ په وجه ئې په بدن كښې تكليف وو او نن دلته پخپله راغلو. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ترينه تپوس اوكړو نو ډاكټر صاحب په ډيره عاجزئ عرض اوكړو چې حضور! بالكل ټيك يم ، خو ډير اوږے شوے يم د مَيو د دالو اوبه مې ډيرې خوښې دي كه ستاسو اجازت وي نو د مَيو د دالو اوبه اوڅښم؟ اوئې فرمائيل ښوروا ترينه جوړه كړه. ډاكټر صاحب د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لاس ښكل كړل او بيرته لاړلو.[1]

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت ، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي : ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما


 

 



[1]    حیاتِ اعلیٰ حضرت ، ج۳ ، ص۲۳۰ ، کشمیر انٹرنیشنل پبلیشرز لاہور۔ تغیراً