Book Name:Karamat e AalaHazrat
سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
د بيعت كيدلو يو څو اهم مدني ګلونه
(١) په دُنيا كښې يو صالح كس خپل امام جوړول پكار دي ، په شريعت كښې ئې تقليد كوئ او په طريقت كښې ئې بيعت كوئ چې حشر مو د ښو خلقو سره وي. (آدابِ مرشد کامل ، ص۱۳) (٢) د اِيمان د حفاظت يوه ذريعه د يو مُرشدِ كامِل مريد كيدل هم دي. (آداب مرشد کامل ، ص۱۲) (٣) د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مريد جوړيدلو كښې د اِيمان حفاظت ، د مرګ نه مخكښې د توبه كولو توفيق ، د جهنم نه آزادي او جنت ته د داخليدلو عظيمې فائدے موجودې دي. (فکر مدینہ ، ص۱۶۱) (٤) پير د آخرت د كارونو د پاره وي چې د هغوئي د رَهنمائي او باطِني توجه په بركت مريد د الله او رسول صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ناراضئ والا كارونو نه شپه او ورځ ځان ساتي. (آدابِ مرشد کامل ، ص۱۳) (٥) د قاصد يا خط په ذريعه مريد جوړيدے شي. (فتاوی رضویہ ، ۲۶ / ۵۸۵)
قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د 312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه 16 او (٢) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ او د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دوه رسالے “ 101 مدنى پهول “ او “ 163 مدني