Book Name:Karamat e AalaHazrat
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د اجتماع د بیان موضوع ده “ كراماتِ اعلٰى حضرت “ . په دې بيان كښې به مونږه اورو : كرامت څه ته وائي؟ د وَلِـىُّ الله خوشبوئي ، صاحبِ مزار سره مخامخ ملاقات ، د ډوبيدلو نه ئې څنګه بچ كړو؟ د مار زَهر څنګه بے اثره شو؟ د غير مسلم جادوګر اسلام قبلول او د دې نه علاوه به نور هُم د ډيرو اهمو معلوماتو اوريدلو سعادت حاصلوو. په ډيره توجه او د زړه په حاضرئ سره د پوره بيان اوريدلو كوشش اوكړئ ، اِنْ شَـآءَ الـلّٰـه د ډيرو معلوماتو خزانه به په لاس درشي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
صدرُ الشريعه مفتي محمد امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : مونږه به د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه درسِ حديث حاصلولو ، يوه ورځ مونږه درسِ حديث حاصلولو [کښي مشغول وو چې] ، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خلافِ عادت د خپل ځائے نه پاڅيدلو او 15 منټه پس د پريشانئ په حالت كښې بيرته راغلو نو د هغوئي دواړه لستونړى په اوبو لامده وو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زه اوبللم او حكم ئې اوكړو چې بله اوچه كُرته راوړه. ما كُرته راوړه ، هغوئي واغُوستله او مونږ ته ئې درسِ حديث شروع كړو ، خو زما په زړه كښې دا خبره کښيناستله نو ما هغه ورځ ، تاريخ او وخت اوليكلو. 11 ورځې پس څه خلقو تحفے راخستي وے او حاضر شو ، هغه خلق چې هلته يو څو