Book Name:Karamat e AalaHazrat
حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ نه روایت دے چې تاجدارِمدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي : څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو كښيناستلو نه مخکښې او كه ناست وو نو اودريدو نه مخکښې به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي. راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.
صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[1] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.
(4) د شپږ لاکه دُرُودشریف ثواب
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ
حضرت اَحْمَد صاوِی رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي : دا دُرُود شریف يو ځل لوستلو باندے د شپږو لاکو دُرُود شریف لوستلو ثواب حاصِليږي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.
(5) قُربِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ
يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په مينځ کښې كښينولو ، دے باندے صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی