Book Name:Karamat e AalaHazrat
د اولياءُ الله وسيله پيش کول جائز دي ، د دې تعليم الله پاك په خپل كلامِ پاك كښې هُم ارشاد فرمائيلے دے چنانچه اِرشاد فرمائي : وَ ابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ “ او د هغه (يعني د الله) طرف ته وسيله اولټوئ. “ [1] د دې نه علاوه په حديثِ پاك كښې هُم خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وسيله اختيارولو تعليم فرمائيلے دے او د صحابه كرامو عَلَيهِمُ الرضوان هم په دې عمل وو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ رسول! اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاك د هغه نِزدې بندګانو نه يو دے چا ته چې د كتاب و قلم په ذريعه ډير څه نصيب شوي وو خو د الله پاك د فيض نه چې ورته څه نصيب شوي وو د هغے تَصَوُّر هم نه شي كيدلے ، دا هغه شخصيت دے چې پيدا ئشي ولي وو. * اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سن 1272 هجري په لسم شَوَّالُ الْمُكَرَّم پيدا شوے وو * د قرآنِ كريم په يوه نُسخه كښې اِعراب [يعني زير زَبَر] غلط لګيدلي وو نو د هغې په وجه ورته يوه ورځ قاري صاحب يو لفظ غلط وئيلو خو دې مُجَـدِّدِ مِلَّت به هغه لفظ صحيح لوستلو * د درې نيم كاله په عمر كښې ئې د يو عربي شيخ سره په عربئ كښې خبرې اوکړلې * د څلورو كالو په عمر كښې ئې قرآنِ كريم په ناظره مكمل لوستلے وو * د شپږو كالو په عمر كښې ئې د ميلادُ النبي په موضوع تقرير اوکړلو او د مشائخ كرامو نه ئې ستائنه [يعني شاباسے] واخستلو * هم