Karamat e AalaHazrat

Book Name:Karamat e AalaHazrat

په دې عمر كښې چې ورته د بَغداد اړخ معلوم شو نو بيا ئې د مرګه پورې هغه طرف ته ښپے نه دي غزولي * د  اَته كاله په عمر كښې ئې د عربي كتاب شرح په عربئ كښې اوليكله * د 13 كالو 10 مياشتو او 4 ورځو په عمر كښې ئې د ټولو علومو نه سَنَدِ فراغت حاصل کړو * او په هم دغه ورځ ئې وړومبئ فتوٰى هم اوليكله  * چا په خط كښې حافظ ليكلے وو نو د هغه د حُسنِ ظن پورا كولو د پاره ئې په يوه مياشت كښې د قرآنِ كريم حفظ مكمل كړو * په مكه مكرمه كښې ئې د 8 ګينټو په لږ وخت كښې بغير د كتابونو د مدد نه په 400 صفحو باندې مشتمل په عربئ ژبه كښې داسې عظيمُ الشان كتاب اوليكلو چې د عرب شريف غټو غټو علمائے كرامو ورته مختلف القابات وركړل. * چا ورته امام عشق و محبت اووئىلو* چا ورته د دې صدئ مجدد اُووئيلو* چا ورته تاجدارِ وِلايت اُووئيلو* چا ورته د دِين و مِلَّت شمع اُووئيله ، * چا ورته د تحقيق كوونكو سردار اُووئيلو وغيره * چا ورته د انبياء و مُرسَلِينو د عُلومو وارِث اُووئيلو * او چا ورته د الله پاک په نښو کښي يوه نښه اُووئيله۔

    قربان شم د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قِسمَت نه چې کله مدينے منورے ته حاضر شولو نو د سر په سترګو ئې د خپل خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار هم اوکړلو.  سُبْحٰنَ الله

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد