Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

      او دويم حُسنِ اخلاق د بنده د الله تعالٰى د بندګانو سره دے۔ چې هغوئي سره ښه سُلوک اوکړي۔ [1]

سیِّدِي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حُسنِ اخلاق په دې دواړو قِسمونو باندې عمل پيرا وو، د هغوئي د خپل ربّ سره حُسنِ اخلاق داسې وو چې هغوئي به په هر فِعل کښي د الله پاک د رضا پوره پوره لحاظ ساتلو۔ د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په صُحبت کښي شپه او ورځ اوسيدونکے د هغوئي خليفه او شاګرد مَلِکُ الْعُلَمَاء حضرت عَلَّامه مولانا ظفرُ الدِّين بِهاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما اکثر چې څومره علمائے کرام او مشائخِ عظام او څومره دُنيادار مُعَزّزِين ليدلي دي، په هغوئي کښي مې چې څوک د ټولو نه اول نمبر ليدلے دے هغه ذاتِ ګرامي د اعلٰى حضرت امامِ اَهلِسُنَّت دے او د هغې وجه صرف دا ده چې د هغوئي هر کار به صرف د الله د رضا د پاره وو۔ نه ئې د چا له طرفه د صفت مطلب وو او نه ئې د چا د مَلامَتيا ويره لرله۔ 

      امامِ اَهلِسُنَّت شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لکه چې د دې حديث شريف مِصداق وو: ”مَنْ أَحَبَّ لِلَّهِ، وَأَبْغَضَ لِلَّهِ، وَأَعْطَى لِلَّهِ، وَمَنَعَ لِلَّهِ فَقَدِ اسْتَكْمَلَ الْإِيمَانَ[2]يعني ”چا چې د الله د پاره مَحبَّت اوکړو، او د الله د پاره ئې مُخالَفَت اوکړو، هُم د هغه د پاره ئې چا ته څه ورکړل او هُم د هغه د پاره ئې [د څه ورکولو نه] منع اوکړه نو هغه خپل ايمان کامِل کړلو 


 

 



[1]   جامع العلوم والحکم ، ص۸۹ ، دارالفکر ، بیروت

[2]    سنن ابو داؤد ، حدیث : ۴۶۸۱ ، دارالکتب العلمیۃ ، بیروت