Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

چې د شپې عبادت كوي او څوک په سخته ګرمئ كښي په چا اوبه اوڅښي [1]

     يو بزرګ فرمائي: ښه اخلاق پرَدي خپلوي او بد اخلاق خپل پرَدي کوي. [2]

      خوږو اسلامي ورونړو!غور اوكړئ، په دې مختصره جمله كښي څومره قيمتي خبره فرمائيلي شوي ده چې زمونږه ښه اخلاق داسې كس خپل جوړوي چې هغه مونږ پيژنو هم نه او د دې بر خلاف زمونږه بد اخلاق زمونږ خپل خلق هم زمونږ نه لرې كوي. مونږ  لره كوشش پكار دے چې مونږ د هر چا سره په ښو اخلاقو ملايږو، كه اخلاق مو بد وي چې دا په ښو اخلاقو کښې د بدلولو كوشش اوكړو، د  الله پاك په دربار كښي د خوش اخلاقه جوړيدلو دُعا اوكړو، د ښو اخلاقو د اعلٰى صفت حاصلولو د پاره د بزرګان دين د حُسنِ اخلاق نه ډکو واقعاتو مطالعه اوکړو، د امير اهلسنّت 72 نيك اعمال كښي عمل نمبر 30 كښي ٫٫مسلمانانو ته د سلام،، كولو ترغيب وركړے شوے دے، ځكه چې دا داسې عمل دے چې د خلقو په زړونو كښي محبّت پيدا كوي، نفرتونه ختموي او دا د حُسنِ اخلاق د پاره بنيادي حيثيت لري.

بد اخلاق په ښو اخلاقو کښې د بدلولو ډير لوئي فضيلت دے لكه څنګه چې حضرت سيدنا سهل بن عبد الله رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: د ټولو نه لوئي كرامت دا دے چې ته خپل بد اخلاق په ښو اخلاقو کښې بدل كړي.،، [3]


 

 



[1]   شعب الایمان ، ج۶ ، رقم ۷۹۹۸تا ۸۰۰۰ ، ص۲۳۷بتغیر قلیل

[2]   دِین و دنیا کی انوکھی باتیں ، ص۲۶۸ ، مکتبۃ المدینہ ، کراچی

[3]    حکایتیں اور نصیحتیں195