Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

ہر ہر لمحہ یادِ خدایا ، دین کی خدمت اعلیٰ حضرت

جو بھی قدم تھا جو بھی عمل تھا ، وہ تھا عبادت اعلیٰ حضرت

سچ کہتا ہوں مجھ جیسے سے، ناممکن ہے ناممکن ہے

حیراں ہوں میں کیسے بیاں ہو،  آپ کی عظمت اعلیٰ حضرت[1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه غريب ماشوم د زړه خوشحالولو د پاره دعوت قبول کړو او خپلو عقيدتمندو ته ئې د حُسنِ اَخلاق څنګه ښکلے درس ورکړو۔ د سیِّدي اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې څومره اوچت عِلمي مُقام وو هُم هغسې ئې اخلاق هُم اوچت وو۔ غريبانانو ماشومانو سره د شَفقَت انداز اوګورئ چې پيژني ئې هُم نه چې دا څوک دے خو بيا ئې هُم دعوت قبول کړو، زوړ پزکے ئې ورته د ناستې د پاره پيش کړو خو دا خبره ئې هيڅ ناخوښه اُو نه ګنړله او په هغې تشريف فرما شولو، بيا چې کوم خوراک ورته پيش کړے شو هغه ئې د طبيعت موافِق نه وو خو د (هغه غريبانانو) د زړه خوشحالولو د پاره ئې اوخوړلو، دا وو اعلٰى حضرت او د هغوئي اوچت اخلاق، صحيح خبره دا ده چې د هغوئي په حُسنِ اخلاق کښي د حُضُور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاقِ کريمه د سُنَّتو رنړا ځليدله ځکه چې زمونږ د خوږ او کريم آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اخلاق مبارک داسې وو چې که ماشوم به وو او که بوډا به وو بے ويرې به ئې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره خبره کوله او هُم دا عادت د سیِّدي


 

 



[1]    جہانِ امام احمدرضا ، ج۲۰ ، ص۵۶۷ ، شبیربرادرز لاہور