Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هُم وو چې غريب ماشوم ورته بے ويرې دعوت ورکوي او هغه بوډئ هُم دا يقين لرلو چې دعوت به قبول کړي ځکه ئې خپل وړوکے ځوئ د هغوئي دربار ته اوليږلو چې دعوت ته تشريف راوړئ۔ 

تاجدار ِاہلِ سنت حضرتِ احمدرضا ہیں امامِ اہلِ سنت حضرتِ احمدرضا

اسوۂ حَسَنہ کا ہے اک خوبصورت آئینہ     پیکرِ عشق و محبت حضرتِ احمدرضا

ہر عمل خود مَنْ یُطِعِ اللّٰہَ کی تفسیر ہے       مُتَّبِع دین و سنت حضرتِ احمدرضا[1]

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! الله پاک د قرآنِ کريم په سُوْرَۀ آلِ عمران آيت نمبر 159 کښي اِرشاد فرمائي:

فَبِمَا  رَحْمَةٍ  مِّنَ  اللّٰهِ  لِنْتَ  لَهُمْۚ-وَ  لَوْ  كُنْتَ  فَظًّا  غَلِیْظَ  الْقَلْبِ  لَا  نْفَضُّوْا  مِنْ  حَوْلِكَ۪-

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : نو څنګه د الله مهرباني ده اے محبوبه! چې ته د هغوئي د پار نرم شولې او که چرې تيز مِزاج او سخت زړه والا وے نو هغوئي به ضرور ستا چاپيره پريشانيدلے۔

      په تفسير صِراطُ الْجِنان کښي دي چې په دې آيت کښي د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اخلاق کريمه بيان شوے دے، چنانچه اِرشاد فرمائي چې اے حبيب! صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په تاسو باندې د الله پاک څومره لوئي رَحمت دے چې تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ئې نرم زړه والا، شفيق، رحيم او کريم جوړ کړي ئې او ستاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مِزاج کښي ئې دومره لُطف و کرم او شَفقَت او رَحمت پيدا کړو چې د غزوۀ اُحد په شان موقع باندې هُم 


 

 



[1]   مناقبِ رضا ، ص۹۴ ، شبیر برادرز لاہور