Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

تاسو د غضب اِظهار اونکړو حالانکه تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته په هغه ورځ څومره سخته او تکليف رسيدلے وو او که تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سخت مِزاجه وے او د سخت سلوک نه مو کار اخستلے نو دا خلق به تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه جُدا شوي وے۔[1]

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! غريبانانو سره مَحبَّت کول سُنَّتِ اَنبياء دي۔ د غريبانو مددګار سرکارِ عالي وَقار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اے عائشه! غريبانانو سره مَحبَّت کوه او هغوئي ځان ته نزدې کوه، الله پاک به صبا په ورځ د قيامت تا خپل رَحمت ته نزدې ساتي۔[2]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! حضرتِ سَيِّدُنا اِمام محمّد بِن محمّد بِن محمّد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: نيکو او پرهيزګارو خلقو ته [د طعام] دعوت ورکول سُنَّت دي، په هغوئي باندې [طعام] خوړل هغوئي ته په تقویٰ او پرهيزګارئ باندې ثابت قدم اوسيدلو کښي قُوَّت ورکول دي۔[3] خو ياد ساتئ! په دعوت کولو کښي تَکَلُّف [يعني د تکليف اوچتولو، زياته خرچه کولو] نه بچ کيدل هُم ضروري دي، ځکه چې تَکَلُّف د قَطعِ تَعَلُّق سبب جوړيږي څنګه چې

   حضرتِ فُضَيل بِن عِياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: نن چې خلقو يو بل سره تَعَلُّق ختم کړے دے هغه د تَکَلُّف په وجه، که د دوئي په مينځ کښي تَکَلُّف نه وے نو آزادانه


 

 



[1]    تفسیر صراط الجنان ، ج۲ ، ص۷۸

[2]   سنن ترمذی ، کتاب الزہد ، ح۲۳۵۲ ، ص۵۶۲ ، دارالکتب العلمیہ ، بیروت

[3]    کیمیائے سعادت ، مترجم ، ص 219 ، مطبوعہ لاہور