Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

Book Name:Aala Hazrat K Aaala Akhlaq(Youm e Raza)1442

به يو بل سره ملاويدلے۔[1]  هُم دا وجه ده چې حضرت سَلمان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حُضُور اکرم، تاجدارِ حرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ته حُکم راکړے دے چې مونږه تکليف نه کوو او څه چې په کور کښي موجود وي د هغې وړاندې کولو نه ډډه نه کوو۔ 

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! حضرتِ سَيِّدُنا فُضَيل بن عِياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بالکل رښتيا فرمائيلي دي چې که نن مونږه خپلې معاشرے ته اوګورو نو ډير خلق به د قَطعِ رِحمي (يعني خپلوانو سره د تَعَلُّق پريښودلو) په ګناه کښي صرف په دې وجه اخته وي چې د هغوئي د پاره په دعوت کښي پُرتَکَلُّف اهتمام نه وو شوے، هغوئي ته د هغوئي د خوښې خوراکونه نه وو وړاندې کړے شوي او بيا [د بدل اخستلو د پاره] که دوئي کره څه دعوت [يعني ښادي] وي نو هغوئي ته دعوت نه ورکوي او بيا خبره دې حد ته رسيدلي وي چې يو بل سره خبرې کول هُم نه غواړي۔

      ياد ساتئ! بِلا وجه شَرعي خپل د وِينې شريک خپلوانو سره تَعَلُّق ختمول ګناهِ کبيره، حرام او جَهنَّم ته بوتلونکے کار دے۔

      څلورمه سيپاره، سُورہ ٔ نِساء آیت نمبر 1 کښي ارشاد کيږي:

وَ  اتَّقُوا  اللّٰهَ  الَّذِیْ  تَسَآءَلُوْنَ  بِهٖ  وَ  الْاَرْحَامَؕ-   (پ۴،النسآء:۱)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او د الله نه اويريږئ چې په نوم د هغه ئې غواړئ او د خپلولو لحاظ ساتئ۔


 

 



[1]    کیمیائے سعادت ، مترجم ، ص 216 ، مطبوعہ لاہور