Book Name:Taqat e Mustafa
څومره زيات وخت وركړي ، د هغه د پاره به د ثواب ګټلو موقعے هم هغه همره زياتې شي. اِنْ شَاۤءَ الله
ياد ساتئ! د ذِيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښې يو د هرې ورځې مدني كار “ جُمات درس “ هم دے. * “ جُمات درس “ سره جماتونه آباديږي ، * “ جُمات درس “ سره د انفرادي كوشش كولو موقع نصيب كيږي. * “ جُمات درس “ سره د لمُونځ ګُزارو په شمير كښې اضافه كيږي. * د “ جُمات درس “ په بركت د نيكئ او خير خبرې پخپله او نورو ته د زده كولو موقع نصيب كيږي. د خير ښيګړې خبرې زده كول او نورو ته د زده كولو ډيرې فائدے دي. چنانچه
منقول دي چې الله تعالٰى حضرت سَيِّدُنا موسٰى كليمُ الله عَـلَـيْهِ السَّلَام ته وحي اوفرمائيله چې : “ د خىر [يعني د نيكئ] خبرې پخپله هم زده كوه او نورو ته ئې هم زده كوه ، زه به د خىر [يعني د نيكئ د خبرو] د زده كوونكو او د ښودونكو قبرونه روښانه كووم چې هغوئي ته د هيڅ قِسمه ويره نه وي. “ (حِلْيةُ الاولِياء ج٦ ص ٥ رقم ٧٦٢٢) د بيان شوي روايت نه معلومه شوه چې ښو ښو نيتونو سره د سنتو ډك بيان كولو يا درس وركولو او اوريدلو والا ډير خوش قِسمته دي. اِنْ شَآءَاللّٰہ د هغوئي په قبرونه كښې به دننه رنړاګانې وي او هغوئي به د هيڅ قِسمه ويره نه محسوسوي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جسماني طاقت په باره كښې بيان اوريدلو. يقيناً الله پاك خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته بے مثاله طاقت عطا كړے دے چې په كائنات كښې د هغې هيڅ مثال نشته ، او هم دا وجه وه چې د غټ نه غټ پهلوان به خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د مقابَلے كولو طاقت