Book Name:Taqat e Mustafa
عذابِ قبر كښې ګرفتار وو ځكه د دواړو جهانو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته كلِمه اووئيله او مسلمانان ئې كړل چې د عذاب نه خلاص شي. نو داسې بالكل نه وه بلكه هغوئي دواړه په توحِيد باندې قائِم وو او په ژوند كښې كله هم هغوئي بُت پرستي نه وه كړي. د الـلّٰـه تَعَالٰى خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي په خپل اُمّت كښې د شامِلَوَلو د پاره بيا راژوندي كړي وو او كلِمه ئې پرې وئيلي وه.
مجھ کو اب کلمہ پڑھا جا مِرے مدنی آقا تیرا مجرِم شہا دُنیا سے چلا جاتا ہے
ا و س را ته اووايه كلمه زما مَدَني آقا
ستا دا مُجرِم اوس د دُنيا نه په سفر روان دے
د يونُس عَلَيهِ السَّلَام مهے به جَنَّت ته ځي
حضرتِ سَيِّدُنا اِسماعِيل حَقِّى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په “ تفسِير رُوحُ البيان “ كښې نقل كوي : “ حضرتِ سَيِّدُنا يونُس عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام درې ورځې يا ووه ورځې يا څلويښت ورځې د مهي په خيټه كښې وو. لِهٰذا هغه مهے به جَنَّت ته ځي. “ (رُوحُ البيان ج٥ ص ٢٢٦ ، ٥١٨كوئټه)
خوږو خوږو اسلامي ورونړو! سوچ اوكړئ! د كوم مهي په خيټه كښې چې د الـلّٰـه تَعَالٰى نبى حضرتِ سَيِّدُنا يونُس عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام صرف يو څو ورځې وو هغه مهے به جَنَّت ته ځي او د كومې مور سَيِّدَتُنا آمِنه په ګيډه كښې چې د حضرتِ سَيِّدُنا يونُس عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام آقا محمّدِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د څو څو مياشتو پورې تشريف فرما وو نو هٰغه بي بي آمِنه رَضِىَ اللهُ عَـنْهَا دِ مَعَاذَ الله په كُفر د دُنيا نه لاړه شي او د قبر په عذاب كښې دِ اخته شي دا چرې كيدے شي. يقيناً د دواړو جهانو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مباركو مور و پلار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا د ژوند هر ساعت په عقِيدۀ توحِيد تير شوے وو او هغوئي جَنَّتيان دي. بلكه زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټول نيكونه [او نياګانې] اهلِ حق وو. د تفصيلي