Book Name:Taqat e Mustafa
نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
مَدَني ګل : نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
* ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرې پورې بيان واورئ * پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ * كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د رَبِيعُ الْاَوَّل د مباركې مياشتې بركتونه جاري دي ، هر طرف ته د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترانے دي. عاشقانِ رسول د خوږ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په تعتونو خپل زړونه او دماغ مُعَطَّر [يعني خوشبوداره] كوي ، * يو ځائے كښې د هغوئى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت ذِكر دے نو بل ځائے كښې د هغوئى د كمالاتو خبرې دي ، * يو ځائے كښې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شان و عَظَمت بيان دے نو بل ځائے كښې د هغوئي د مبارك صورت ذِكرِ خير دے ، * يو ځائے كښې د عبادتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان دے نو بل ځائے كښې د سِيادَتِ مصطفٰى بيان دے ، * يو ځائے كښې د شفاعتِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تذكرے دي نو بل ځائے كښې د هغوئي د عنايتونو چرچے دي ، * يو ځائے كښې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عظمتونو بيان دے نو بل ځائے كښې د هغوئي د رِفعتونو ذِكر دے ، * يو ځائے