Book Name:Taqat e Mustafa
قافلو كښې د سفر كولو او نور خلق هُم ځان سره قافلو كښې د بوتللو په ذريعه جماتونه آباد ساتي. فرمان مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے : څوك چې جمات سره مينه ساتي ، الله تعالٰى هغه سره محبت كوي. (مُعْجَمُ اَ وْسَط ، ۴ / ۴۰۰ ، حدیث : ۶۳۸۳)
حضرتِ عَلَّامه عبدُ الرَّءُوف مُناوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك په شرح كښې ليكي : جمات سره مينه ، د الله د رضا د پاره په هغې كښې اعتكاف كول ، لمُونځ ، ذِكرُ الله او [په هغې كښې] شرعي مسائل زده كول او نورو ته زده كولو د پاره د كښيناستلو عادت جوړول دي. او د الله پاك د هغه بنده سره محبت كول داسې دي چې الله پاك هغه ته د خپل رحمت په سَوري كښې ځائے وركوي او هغه په خپل حفاظت كښې داخلوي. (فیض القدیر ، ۶ / ۱۱۲ ، تحت الحدیث : ۸۵۲۴)
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت ، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي : ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
شپږ فرامِينِ مصطفٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم * عمامے سره دوه رکعاته لـمُونځ د عمامے نه بغير د اويا (٧٠) رکعاتو نه افضل [يعني غوره] دې. (الفِردوس بمأ ثور الخطاب ج2 ص265 حديث3233) * په ټوپئ باندې عِمامه زمونږه او د مُشرِکينو په مينځ کښ فرق دے ، هر لړ چې مسلمان ئې د خپل سر نه تاوهي په هغې به د قيامت په ورځ يو نُور ورکولے شي. (الجامِعُ الصَّغيرلِلسُّيُّوطى ص353