Taqat e Mustafa

Book Name:Taqat e Mustafa

حديث5725) * بيشکه الله تعالٰى او د هغه فرِښتے دُرُود ليږي د جُمُعے په ورځ عِمامه والؤ باندې. (الفِردوس بماثورالخطاب ج1 ص147 حديث529) * عِمامے سره لـمُونځ د لسو زرو نيکو برابر دے. (ايضاً ج 2 ص 406 حديث   3805 فَتاویٰ رَضَوِيّه مُخرَّجه ج 6 ص 213)  * عمامے سره يوه جُمعه د بغير عمامے اوياؤ (70) جُمعو برابره ده. (اِبنِ عساکرج37 ص355) * عمامے د عربو تاجونه دي ، نو عمامه اوتړه ستا وقار [يعني عزّت] به زياتيږي او څوك چې عمامه اوتړي د هغه د پاره په هر لړ باندې يوه نيکي ده. (جمع الجموامع للسيوطى ، ج٥ ، ص٢٠٢ ، حديث١٤٥٣٦) * د دعوتِ اِسلامي د اِشاعتي اِدارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه چاپ شوي د 1197 صفحو کتاب بهارِشريعت جلد3 صفحه 660 کښې دي : عمامه په ولاړه تړئ او پاجامه [پرتوګ وغيره] په ناسته اغوندئ ، که چا د دې خلاف اوکړه (يعني عِمامه ئې په ناسته اوتړله او پاجامه [يا پرتوګ وغيره] ئې په ولاړه واغوستو) نو هغه به په داسې مرض کښې اخته شي چې د هغې عِلاج نشته. * عِمامه تړلو نه مخکښې لږ صبر اوکړئ او ښه ښه نيتونه اوکړئ ، ګنې که يو هم ښه نيّت نه وو نو ثواب به نه كيږي ، لِهٰذا کم از کم دا نِيَّت اوکړئ چې د الله تعالٰى د رضا د پاره د سُنَّت ادا كولو د پاره عِمامه تړم * مناسب دا دي چې د عِمامے وړومبے لړ د سر ښي طرف ته تاؤ شي. (فَتاویٰ رَضَوِيَّه ج22 ص199) * د خوږ نَبِـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکې عمامے شمله به عام طور د مبارکې ملا طرف ته وه او کله کله به ښي طرف ته ، کله به د دواړو اُوګو د مينځه دوه شملے وے. ګڅ طرف ته شمله زوړندول خِلافِ سُنَّت دي. (اَشِعَّةُ اللَّمعات ج 3 ص582) * د عمامے د شملے اُوګږدوالے کم از کم څلور ګوتې او * زيات نه زيات (د نيمې ملا پورې يعني تقريبًا) يو لاس. (فَتاویٰ رَضَوِيَّه ج22 ص182) مينځنئ ګوتې د سر نه واخله څنګلې پورې ناپ ته يو لاس وائي) * عمامه مخ په قبله په ولاړه ولاړه تړئ. (کشفُ الاِلتِباس في اِستِحبابِ اللِّباس ص38) * په عمامه کښې سُنَّت دا دي چې د دوه نيمو ګزو نه کمه نه وي ، او د شپږ