Book Name:Taqat e Mustafa
دومره لړونه تاؤ شي چې سر پټ کړي نو دا عِمامه شوه او * وړوکے رومال چې د هغې نه يو دوه لړه جوړ شي د دې تاوهل مکروه دي. (فَتاویٰ رَضَوِيَّه مُخرَّجه ج7ص299) * كه [څوك] عِمامه سپړي او بيا ئې تړل غواړي نو چې څنګه تړلـي شوي ده هم هغسې دِ ئې [يو يو لړ] سپړي ، په يو ځل دِ ئې زمكې له نه را اچوي. (عالمګيري ج5ص330) * که ضرورتاً ئې لرې کړي او دوباره ئې د تړلو نِيَّت وي نو په يو يو لړ سپړدلو [يعني خلاصولو] به ئې يوه يوه ګناه معاف کيږي. (مُلخّص ازفَتاویٰ رضَوِيَّه مُخرَّجه ج6 ص214)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
په زرګاؤ سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د ٣١٢ صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه ١٦ او (٢) د ١٢٠ صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ هديه کړئ او اولولئ ئې. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښې عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد