Taqat e Mustafa

Book Name:Taqat e Mustafa

كولو والؤ بدله به ئې هم په حُسنِ سُلوك وركوله ، په دې وجه به خلق د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقان جوړ شو. اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدَتُنا عائشه صِديقه رَضِیَ اللّٰهُ عَنْها فرمائي چې رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله تعالٰى په لار كښې جِهاد كولو نه علاوه هيڅ كله كوم يو څيز ، [يا] زنانه [يعني خپلې بيبيانې] يا خادم په خپلو لاسو مباركو نه دے وهلے ، او نه ئې د تكليف رسَوَلو والا نه بدله اخستي ده. البته چا به چې د الله پاك حُدود ماتول نو هغوئي ته ئې د الله پاك د پاره سزا وركړي ده.  ( مسلم ، کتاب الفضائل ، باب مباعدتہٖ للآثام۔ ۔ ۔ الخ ، ص۹۷۸ ، حدیث : ۶۰۵۰)    

د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هُم دې كريمانه اخلاقو د بركتونو په وجه  ډيرو خلقو اسلام قبول كړو او د بے شميره خلقو په ژوند كښې داسې مَدَني انقلاب پيدا شو چې د اسلام رنړاګانو هر طرف ته د ګمراهئ تِيارے ختمې كړې او قتلونه او جګړے كوونكي د وِينو تږي خلق ئې محبت كښې ګرفتار شو.

دَورِ جہالت تھا ہر سُو جب کُفْر کی ظُلمت چھائی تھی

تم نے حیوانوں جیسے لوگوں کو بھی اِنسان کیا

(وسائلِ بخشش مرمّم ، ص۱۹۶)

دَورِ جِهالت وو هر طرف ته وے د كُفر تِيارے

تاسـو د حــيوان په شـان خلـق هُم انسانان كړل

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

راځئ چې د طاقتِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  يوه بله ايمان تازه كوونكي واقعه واورو :