Taqat e Mustafa

Book Name:Taqat e Mustafa

عرض اوكړو) يَا  رَسُوْلَ الله  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما سره لږ شان خوراك دے تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما سره تشريف يوسئ او يو يا دوه كسان ځان سره راولئ. اوئے  فرمائيل : “ خوراك څومره دے؟ “ ما [د خوراك] مقدار اوښودو نو اوئې فرمائيل : “ خوراك ډير دے او ښه دے. “ (هغوئي [يعني كور والؤ] ته) اووايه “ چې زما د راتلو نه مخكښې نه د نغري نه كټوئ كوزه كړي او نه د تنور نه ډوډئ را اوباسي. “ (بيا) خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان ته) اوفرمائيل : “ پاڅئ “ ! نو مهاجِرين او اَنصار عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان پاڅيدل. (حضرتِ سَيِّدُنا جابِر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ فرمائي) زه د “ خپلې بي بي خوا ته راغلم او ورته مې اووئيل ، خدائے دِ خير دركړي ، سركارِ نامدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ، مُهاجِرين و اَنصار عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان او كوم خلق چې د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وو [هغه ټولو] تشريف راوړے دے. “ ھغې اُووئيل ، آيا حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو نه تپوس كړے وو؟ ما اووئيل : آو. (په دې كښې) رَحمَتِ عالَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (صحابۀ كِرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان ته) اوفرمائيل : “ دننه ننوځئ او ګنړه مه جوړوئ. “ حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (په خپلو مباركو لاسونو) ډوډئ ماتول او په هغې غوښه ايښودل شروع كړل چې كله به خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډوډئ او غوښه را اووِيستله نو كټوئ او تنور به ئې پټ كړل. او خوراك به ئې صحابۀ كِرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان ته وركړلو او بيا به ئې ترینه سر اوچتولو. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هم دې شان ډوډئ ماتوله او د كټوئ نه به ئې غوښه راويستله تر دې چې ټول صحابۀ كِرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان ماړه شو او خوراك [چې مخكښې څومره وو هم هغه همره] پاتې شو. نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (هغوئي ته “ یعنی حضرت جابر رَضِىَ اللهُ  عَـنْهُ ته) اوفرمائيل : “ تاسو پخپله هم اوخورئ او خلقو ته ئې تحفةً [هُم] وركړئ ، ځكه چې خلق په لوَږه كښې اخته دي.“ (صحيح بُخارى ج٥ ص ٥٥ حديث ٤١٠١)

     حضرت جابر رَضِیَ اللّٰهُ عَنْه فرمائي چې نبي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو لوښي په مينځ