Taqat e Mustafa

Book Name:Taqat e Mustafa

كښې خوړلي شوي هډوكي راجمع كړل او په هغې ئې خپل لاس مبارك كيښودلو او لږ كلام ئې اولوستلو چې ما وانه اوريدلو ، اوس مو چې د كومے چيلئ غوښه خوړلي وه هغه چيلئ ناڅاپه غوږونه اوڅنډل او راپاڅيدله ، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته اوفرمائيل : خپله چيلئ بوځه! ما چيلئ د خپلې بي بي خوا ته راوستله. هغې (په حيرانئ) اووئيل : دا څه دي؟ ما اووئيل : وَالله! دا زمونږه هُم هغه چيلئ ده كومه چې مونږه حلاله كړي وه. د مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دُعا الله پاك دا راژوندئ كړه! دا ئې چې واوريدل نو د هغوئي بي بي بے اختياره اووئيل : زه ګواهي وركووم چې بے شكه هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  د الله پاك رسول دے. (الخصائصُ الکبرٰی ، ۲ / ۱۱۲)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     اے عاشقانِ رسول! د دې واقعے نه مونږ ته ډير درسونه حاصليږي ، اول خو په دې خبره باندې غور اوكړئ چې كه زمونږ سره طعام كم وي او طعام خوړلو والا زيات شي نو د طعام د مقدار زياتولو نه علاوه راسره بل حل نه وي ، تقريبا څلور كلو وړه او يوه چيلئ كه ډيره څربه وي نو هُم په مشكله به د پَنځوسو يا شپيتؤ كسانو د خوراك  كار اوكړي. خو د نبئ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بركت دومره طعام د صحابه كرامو ټول لښكر ته هُم اورسيدو بلكه څومره ئې چې پوخ كړے وو هغه همره پاتې هُم شو او چې د چيلئ په هډوكو ئې كلام اولوستلو نو هغه هُم ژوندئ شوه ، دا حكايت د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ډيرو كمالاتو مجموعه ده. د دې نه معلومه شوه چې حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مالِكِ كَونَين (يعني د الله په وركړه د دواړو جهانو مالك) دے ، د كائنات ټولې خزانے د هغوئي په لاس كښې دي ، كه هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غوښتلے نو ټولې خزانے به ئې مخې ته حاضرې وے او چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څنګه غوښتلے استعمالولے به ئې ، خو دا د هغوئى د كمال درجے عاجزي ده چې د دواړو جهانو د