Sab Se Barah Kar Sakhi

Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

      بعضې وخت به داسې هُم اوشو چې نبيِ رحمت شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د چا نه يو څيز واخستلو ، قيمت ادا کولو نه پس به ئې هغه څيز هُم هغه ته يا بل کس ته عطا کړلو۔ يوه ورځ ئې د حضرتِ سَيِّدُنا جابِر بِن عبدُالله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه يو اُوښ واخستلو [يعني قيمت ئې ورته ادا کړلو] ، بيا ئې هُم هغه اوښ هغوئي ته د عطيه [يعني تُحفے] په طور ورکړلو۔                          (صحیح البخاری ، کتاب البیوع ، ج۲ ، ص۱۸ ، حدیث۲۰۹۷)

 هُم دغسې ئې د  اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا عُمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  نه د اوښ يو بچے واخستلو [يعني قيمت ئې ورته ادا کړلو] بيا ئې هُم هغه [د اوښ بچے] حضرتِ سَيِّدُنا عبدُالله اِبنِ عمر (رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) ته عطا کړو۔                                            (بخاری ، ۲ / ۲۳ ، حدیث : ۲۱۱۵)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږ ته پکار دي چې مونږه د خپل خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دې سُنَّت باندې هم د عمل کولو په نِيَّت يو بل ته د تُحفه پيش کولو عادت جوړ کړو ځکه چې تُحفه ورکولو سره مَحبَّت زياتيږي او دُښمني لرې کيږي۔

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! ياد ساتئ چې که تُحفه ورکول اخستل وي يا بل حساب کتاب خو چې هره معامله جائزه او د حلال مال په ذريعه وي ، د حرام ګټلو او د حرام مال صدقه کولو ډير دردناک عذاب وي ، چنانچه

      فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے : څوک چې حرام مال ګټي او بيا ئې صَدَقه کوي هغه به قبول نه کړے شي او که د هغې نه ئې خرچ کوي نو د هغه د پاره به په هغې کښې بَرَكت نه وي او [که د مرګ نه پس ئې] په ځان