Sab Se Barah Kar Sakhi

Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

پسې پريږدي نو دا به د هغه د پاره دوزخ ته د تللو سامان وي۔     (شرح السنۃ للبغوی ج۴ ص۲۰۵ ، ۲۰۶ حدیث ۲۰۲۳ دارالکتب العلمیۃ بیروت)

ځکه مونږ ته پکار دي چې د مال ګټلو د پاره صرف جائزه لار اختيار کړو او د حرام مال نه ځان لرې اوساتُو او د خپلو ضرورتونو نه علاوه هغه مال د الله پاک په لاره کښي په غريبانانو مسکينانو او حاجت مندو مسلمانانو ورونړو او خويندو باندې خرچ کړو ، د جُماتونو ، مدرسو په تعمير و اخراجاتو او د نيکئ په نورو کارونو کښي ئې اولګوو نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه ډير ډير برکتونه او د دُنيا او د آخرت خيرونه به اوګټو ، چنانچه دريمه سيپاره سُوْرَةُ البَقَرَه آيت نمبر 274 کښي اِرشاد کيږي :

اَلَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ بِالَّیْلِ وَ النَّهَارِ سِرًّا وَّ عَلَانِیَةً فَلَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْۚ-وَ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَؔ(۲۷۴)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : هغه خلق چې خپل مال خيرات کوي د شپے او د ورځې ، په پټه او ښکاره ، د هغوئي د پاره د هغې ثواب دے د هغوئي د ربّ سره ، هغوئي ته به نه څه انديښنه وي او نه څه غم۔

 

      هُم دغسې په دريمه سيپاره سُوْرَةُ البَقَرَه آيت نمبر 261 کښي اِرشاد کيږي :

مَثَلُ الَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : د هغوئي مثال ، چې خپل مال د الله په لار کښي لګوي د هغه دانے په شان