Sab Se Barah Kar Sakhi

Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

اَنْۢبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِیْ كُلِّ سُنْۢبُلَةٍ مِّائَةُ حَبَّةٍؕ-وَ اللّٰهُ یُضٰعِفُ لِمَنْ یَّشَآءُؕ-وَ اللّٰهُ وَاسِعٌ عَلِیْمٌ(۲۶۱)

دے چې کومې ووه (7) وَګي اونيول ، په هر وَګي کښې سل دانے ، او الله به ئې د دې نه هُم زيات کړي د چا لپاره چې اوغواړي ، او الله د فراخئ والا عِلم والا دے۔

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږ که د الله پاک په لار کښي مال خرچ کوو نو هغه د زمکو او آسمانونو او ټولو جهانونو مالِک و خالِق دے ، هغه کريم و جَوَّاد عَزَّوَجَلَّ به کرم اوکړي او زمونږه مال به زيات کړي۔ ډير خوش نصيبه مسلمانان داسې شته چې د خپل مال حُقُوقِ واجِبه ادا کوي ، په خوشحالئ خوشحالئ په وخت زکوٰۃ او فِطره ادا کوي ، خپل مالونه په مور و پلار خويندو ورونړو او اولاد باندې لګوي ، د خپلو خپلوانو او اقرِباء په وفات باندې د هغوئي د اِيصالِ ثواب د پاره د دعوتِ اسلامي مَدَني کارونو کښې خپل مال لګوي ، د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ميلاد مناوهي ، د دې نه علاوه نيک نِيَّتئ سره شفاخانے جوړوي ، خپل مال د قرآن په ختم ، په اِجتِماعِ ذِکر نعت او د سُنَّتو ډکو اجتماعاتو کښي لګوي ، د جماتونو او مدرسو په تعمير کښې حِصَّه شاملوي ، په درس و تدريس ، درسِ نِظامي يعني عالِم کورس کولو کښي امداد کوي مَثَلًا د استاذانو تنخوا ، د طلبه د کتابونو اخستلو او د قيام و طعام په اخراجاتو وغيره پوره کولو کښي خپله حِصَّه شاملوي ، د قرآنِ کريم تعليم عام کولو کښي مدد کوي ، د جُمات په انتظامي