Sab Se Barah Kar Sakhi

Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

سخاوت كړے وو چې د هغې اندازه نه شي لګيدے. هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کلو اوسيدونکو ډيرو خلقو ته سل سل اوښان عطا كړل.   (بخاری ، ۳ / ۱۱۸ ، حدیث : ۴۳۳۷)

      حضرت صفوان بن اُمَيَّه رَضِیَ الله عَنْه د (اسلام قبلولو نه مخكښې د غزوۀ حُنين په موقع باندې د) چيلو سُوال اوكړو ، چې د هغې [چيلو] نه د دوو غرونو د مينځ ځنګل ډك وو ، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه ټولې چيلئ هغوئي ته وركړې. هغوئي خپل قوم ته راغلو او اووئې وئيل : “ اے زما قومه! تاسو اسلام قبول کړئ! په الله مې دِ قَسم وي! محمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) داسې سخاوت فرمائي چې بيا د محتاجئ ويره پاتې نه وي. “

 (مشکاۃ المصابیح ، کتاب الفضائل والشمائل ، ج۲ ، ص۳۴۶ ، حدیث۵۸۰۶)

     حضرت سعِيد بن مُسَيَّب رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې حضرت صفوان بن اُمَيَّه رَضِیَ الله عَنْه اوفرمائيل : رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حُنين په ورځ ما ته مال را کول شروع كړو ، حالانكه هغوئي زما په نظر كښې د ټولو نه زيات ناخوښه وو ، پس هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته مسلسل را عطا کولو را عطا کول ، تر دې چې زما په نظر كښې دټولو نه محبوب [يعني خوښ] جوړ شو. (سنن الترمذی ، کتاب الزکاۃ ، ج۲ ، ص۱۴۷ ، حدیث۶۶۶)

     علمائے كرام فرمائي : د حُضورِ اقدس صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغه يوې ورځې سخاوت د سخي بادشاهانو د ټول عُمر د سخاوت او ورکړې نه زيات وو ، ځنګل د چيلو نه ډك دے او حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم [ئې خلقو ته] عطا كوي او غوښتونكي مسلسل ګنړه جوړوي او حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شا ته