Sab Se Barah Kar Sakhi

Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

كيږي. تر دې چې كله ټول مالونه تقسيم شو ، نو يو د كلي اوسيدونکي كس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بدن مبارک نه څادر مبارک راښكلو ، چې د هغې په وجه ئې په مباركه اُوګه او ملا مبارکه باندې د دې راښکلو نښه جوړه شوه ، په دې ئې صرف دومره اوفرمائيل : اے خلقو! تادي مه كوئ ، وَاللهِ تاسو به ما هيڅ كله بخيل نه وينئ.      (ملتقطاً ، صحیح البخاری ، کتاب الجہاد والسیر ، باب الشجاعۃ فی الحرب۔ ۔ الخ ، الحدیث ۲۸۲۱ ، ج۲ ، ص۲۶۰ ، ملفوظات ، ص۱۲۲)

      دغه شان د حضرت سَهْل بن سَـعْد رَضِیَ الله عَنْه بيان دے چې يوې زنانه يو څادر راوړو ، هغې عرض اوكړو : يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا ما په خپلو لاسو جوړ كړے دے ، ما ستاسو د اغوستلو د پاره راوړے دے. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ضرورت وو ځکه ئې هغه څادر واخستلو ، بيا خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ خوا ته تشريف راوړلو او هُم هغه څادر ئې د تهبند [يعني لَنګ] په طور تړلے وو. يو صحابي اوليدلو نو عرض ئې اوكړو : څومره ښه څادر دے دا ما ته راواغوندئ. خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : آو [يعني ښه]! څه ساعت پس حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مجلس نه پاڅيدلو ، بيا ئې بيرته تشريف راوړلو او هغه څادر ئې راټول کړو او هغه صحابي ته اوليږلو. صحابۀ كرامو رَضِیَ الله عَنْهم هغه ته اووئيل : تا ښه اونكړل ، حالانكه تا ته معلومه ده چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو سوال کوونکي سُوال هُم نه رد كوي. هغه صحابي اووئيل : قَسَم په خُدائے! ما خو صرف د دې د پاره سُوال اوکړو چې كله زه مړ شم نو (د تبَرُّك په طور) دا څادر زما كفن جوړ کړے شي. حضرت سَهْل بن سَـعْد