Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi
او په يو بل حديثِ پاك كښې دي :
اِنَّ اللّٰہَ حَرَّمَ عَلَی الْاَرْضِ اَنْ تَا کُلَ اَجْسَادَ الْاَنْبِیَاءِ فَـنَبِـیُّ اللّٰہِ حَیٌّ یُرْزَقُ يعنې بيشكه الله پاك په زمكه باندې د انبياؤ بدنونه خوړل حرام كړي دي ، د الله نبـيان ژوندي دي او هغوئي ته رزق هم وركولے كيږي.
(سنن ابن ماجہ ، کتاب الجنائز ، باب ذکر وفاتہ ودفنہ ﷺ ، ج۲ ، ص۲۹۱ ، الحدیث ۱۶۳۷)
او امام جلالُ الدين سُيُوطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : انبيائے كرامو ته د مزاراتو نه بهَر د تللو او په آسمانونو زمكو كښې د تَصَرُّف كولو اجازت وي. (الحاوی للفتاوٰی رسالہ تنویر الحلک دارالفکر بیروت ۲ / ۲۶۳فتاویٰ رضویہ ، ج۱۴ ، ص۶۸۵تا۹۰)
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! بیان شوی احادیثو او د عُلمائے كرامو د تصريحاتو نه معلومه شوه چې زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او نور انبياء عَلَيْهِمُ السَّلام په خپلو خپلو قبرونو كښې ژوندي دي ، او هغوئي ته رزق هم وركولے كيږي ، په ټوله دُنيا كښې چې كوم ځائے ته غواړي تشريف وړي او د زمكې او آسمانونو په سَلطنت كښې تَصَرُّف هُم كوي. راځئ چې! د حُضُور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وِصال نه پس د خپلو اُمَّتيانو د حاجتونو پوره كولو او مدد كولو يو څو واقعات واورو :
حضرت سَيِّدُنا شيخ احمد بن نفيس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : زه يو ځل په مدينه منوره كښې د سختې لوَږې په حالت كښې د حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم روضۀ انور ته حاضر شوم ، عرض مې اوكړو : يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زه اوږے يم. ناڅاپه مې سترګې پټي شوے ، په دې دوران كښې يو كس رابيدار كړم او ځان سره د تللو دعوت ئې راكړو ، زه هغوئي سره كور ته