Sab Se Barah Kar Sakhi

Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

     حضرت علامه ابُو الفُرَج عبدُ الرحمان بن علي اِبنِ جَوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل كتاب “ عُيُونُ الْحِكايات “ كښې ليكي : د يو پرهيزګار كس بيان دے چې : “ ما مسلسل د دريو كالو نه د حج دُعا كوله ، خو زما ارمان نه پوره کيدلو “ په څلورم كال د حج موسم وو او زړه مې د حرم په آرزو كښې بے قراره وو. يوه شپه چې اوده شوم نو زما اُوده قِسمَت رابيدار شو ، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ په خوب كښې راته د جنابِ رسالت مآب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شو ، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيل : “ ته دا كال حج له لاړ شه. “ چې را بيداره شوم نو زړه مې ډير خوشحاله وو ، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږ آواز “ چې په دې كال حج له لاړ شه. “ زما په غوږونو كښې د شهدو نه هُم زيات خوږ تاويدلو. چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له طرفه د حج اجازت ميلاؤ شو نو ډير زيات خوشحاله شوم. ناڅاپه را ياد شو چې زما سره خو زادِ راه (يعنې د سفر خرچه) هم نشته! د دې خيال په راتلو زه پريشانه شوم. په دويمه شپه را ته بيا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ديدار نصيب شو ، خو ما د خپلې غريبئ ذكر اونکړے شو. دغه شان په دريمه شپه هم راته په خوب كښې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دربار نه حكم اوشو چې : “ ته دا كال حج له لاړ شه . “ ما سوچ اوكړو چې كه خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په څلورم ځل زما په خوب كښې تشريف راوړي نو خپل مالي حالت به ورته عرض كووم.

     په څلورمه شپه سرورِ كائنات ، شاه موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا په ما رحم اوفرمائيلو او ارشاد ئې اوفرمائيلو : “ ته دا كال حج له لاړ شه. “ ما په ډيره عاجزئ عرض اوكړو : “ زما خوږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما سره خرچه نشته. “ ارشاد ئې اوفرمائيلو : “ ته په خپل كور كښې فلانكے ځائے اوكنه!