Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi
سُوزَنِ گُمشُدہ ملتی ہے تبسُّم سے ترے
شام کو صُبح بناتا ہے اُجالا تیرا (ذوقِ نعت)
ورَكه ستن را پيدا كيږي په مُسكا ستاسو د ماښامه سحر جوړيږي په رنړا ستاسو
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو : فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : “ نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ “ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
مَدَني ګل : نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
* ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرې پورې بيان واورئ
* پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ
* كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د بيان موضوع ده “ د ټولو نه لوئي سَخي “ چې په دې کښي به مونږه اِنْ شَــآءالـلّٰـه ډيرې ښکلې ښکلې خبرې د اوريدلو سعادت حاصلوو۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد