Sab Se Barah Kar Sakhi

Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

هلته به ستا د نيكه زغره [يعني فولادي جيکِټ] موجود وي. “ دا ئې اوفرمائيل او تشريف ئې يوړلو. سحر چې رابيداره شوم نو ډير خوشحاله ووم. د سحر د لمَانځه نه پس مې چې ښودلے شوے ځائے را اوكنستلو نو هلته واقعي يوه قيمتي زغره موجوده وه ، او هغه بالكل صفا سُتره وه ، لکه چا چې هډو استعمال كړي نه وي! ما هغه په څلور زره (4000) ديناره خرڅه كړه او د الله پاك شكر مې ادا كړو. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ د سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظرِ عِنايت په وجه زما د حج د اسبابو انتظام پخپله  اوشو.

(عیون الحکایات ص۳۲۶ملخصًا ، از عاشقانِ رسول کی 130 حکایات ، ص۸۴)

جب بُلایا آقا نے                                                                                      خُود ہی اِنتِظام ہو گئے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ دِينِ اسلام مونږ ته د مسلمانانو د خيرخواهئ ، حُسنِ سلوك او د غريبانو د مدد او د يتيمانو د كفالت كولو درس راكړے دے ، ځکه هر كال صاحبِ نصاب کسانو باندې د شرائطو موجود کيدلو په صورت كښې زكوٰة فرض دے ، د نفلي صدقاتو فضائل ئې هم بيان كړي دي او خلقو ته ئې د سخاوت كولو درس هم وركړے دے او د بُخَل مُذَمَّت ئې هُم کړے دے. لِهٰذا مونږ له هم پكار دي چې د زكوٰة په دې اهمه فريضه ادا كولو كښې سُستي نه کوو او خالص د الله د رضا د پاره ئې ادا کوو او د نفلي صدقاتو ذِهن هم