Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi
جوړ كړو چې صدقه الله پاك خوښوي او د آفتونو ، مصيبتونو لرې كولو سره سره د غريبانو مِسكينانو ضرورت هم پورا كوي.
راځئ چې! د سخاوت جذبه پيدا كولو د پاره د سخاوت په فضائلو پينځه فرامِينِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو :
(1).... سخاوت د جنت د ونو نه يوه ونه ده ، چې د هغې ځيلئ زمكې طرف ته راښكته شوي دي ، څوك چې د هغې [ځيلو] نه يوه ځيلئ اونيسي ، نو هغه [ځيلئ] ئې جنت ته بوځي. ([1])
(2) خو نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي : تَجَافَوْا عَنْ ذَنْبِ السَّخِیِّ فَاِنَّ اللّٰهَ اٰخِذٌبِیَدِہٖ کُلَّمَاعَثَرَ يعنې د سخي غلطئ مُعاف كړئ ، ځكه چې كله هغه خطا كوي نو الله پاك د هغه لاس نيسي. ([2] )
يعنې الله پاک د هغه مددګار وي چې هغه ته په هلاكت کښي پريوتلو نه خلاصے عطا كوي. (اتحاف السادة المتقین ، ۹ / ۷۲۵ ، ملخصاً)
(3) فرمانِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے : اَلْجَــنَّةُ دَارُالْاَسْخِیَآء يعنې جَنَّت د سخيانو كور دے. ([3])
(4) زمونږ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي : سخي الله پاك ته