Sab Se Barah Kar Sakhi

Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

نِزدې دے ، جنت ته نزدې دے ، خلقو ته نزدې دے ، د اور نه لرې دے او كنجوس د الله پاک نه لرې دے ، د جنت نه لرې دے ، د خلقو نه لرې دے ، اور ته نِزدې دے۔ او جاهل سخي د الله پاک په نِزد د بخيل عالِم نه بهتر دے. ([1])

     (5) يو بل حديث کښې اِرشاد فرمائي : اے انسانه! كه ته پاتې شوے مال خرچ كړې نو ستا د پاره ښه ده او كه هغه حصار اوساتې نو ستا د پاره بده ده او که په قدر د ضرورت ئې ځان سره اوساتے نو په تا ملامتيا نشته او په وركولو كښې د خپل عيال نه شروع كوه او پاسنے لاس د لانديني لاس نه بهتر دے. ([2])

     د دې حديث په شرح كښې مُفَسِّرِ قرآن ، حضرت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : يعنې د خپلو ضرورياتو نه پاتې شوے مال خيرات كول خو پخپله ستا د پاره فائده مند دي چې د هغې نه ستا څه كار نه اودريږي او تا ته به په دُنيا او آخرت كښې بدله نصىب شي ، او دا حصارول پخپله ستا د پاره بد دي ، ځكه چې هغه څيز به سخا يا ضائع شي او ته به د ثواب نه محرومه شې ، په دې وجه حكم دے چې نوي جامے درته ملاو شي نو زړے جامے خيرات كړئ ، چې نوي څپلئ درته الله پاك عطا كړي نو زړے څپلئ ستا د ضرورت نه پاتې شوې ، يو فقير ته ئې وركړه چې ستا د كوره به خزله اوځي او د هغه به ښيګړه اوشي. نور فرمائي : په دې كښې دوه حُكمونه بيان شوي دي : يو دا چې كوم مال په دې وخت كښې زيات دے خو صبا تا ته د دې ضرورت پيښيدے شي نو دا جمع اوساته ، داسې نه چې نن نفلي صدقه


 

 



[1]   سنن الترمذی ، کتاب البروالصلة ، باب ماجاء فی السخاء ، ۳ / ۳۸۷ ، حدیث : ۱۹۶۸ بتغیرقلیل

[2]    صحیح مسلم ، کتاب الزکاۃ ،  الحدیث : ۱۰۳۶ ، ص۵۱۶