Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi
نوکري كه غواړئ ، راشئ راشئ راشئ قافِله كښې لاړ شئ قافِله كښې لاړ شئ
تنګدستي به لرې شي ، هُم آفت به لرې شي واخلئ ډير بَرَكتونه ، قافِله كښې لاړ شئ
بيمارئ به لرې شي ، پريشانئ به لرې شي بس راځئ چې لاړ شو ، قافِله كښې لاړ شئ
دا خبره د عطاّرؔ ، واورئ د خپل غمخوار ټول په جمع پكښې ځئ ، قافِله كښې لاړ شئ
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰه په ټوله دُنيا کښې د دعوتِ اسلامي د 108 نه زيات شُعبه جات قائم دي ، په دې شُعبه جاتو کښي مَدرَسةُ الْمَدينه او جامِعَةُ الْمدِينه هُم شامل دي ، چې په دې کښي د علمِ دين او د قرآنِ مجيد د حِفظ و ناظِره فِـىْ سَبِيْلِ الله تعليم ورکولے کيږي۔ په مُلک او بيرونِ مُلک کښې 851 (اته سوه او يو پنځوس) جامِعَاتُ الْمدِينه دي چې په دې کښي د سبق وئيونکو طلبه و طالبات شمير تقريباً 62599 (62 زره او 599) دے ، تقريباً 13455 (13 زره او 455) طلبه و طالباتو درسِ نِظامي (يعني عالِم کورس / عالِـمه کورس) مکمل کړے دے او 2140 (2 زره 140) اسلامي خويندو فيضانِ شريعت کورس هُم پوره کړے دے۔
په مُلک او بيرونِ مُلک کښې 4201 (څلور زره ، دوه سوه او يو) مَدارِسُ الْمَدينه کښي تقريباً 196348 (يو لاکھ 96 زره او 348) ماشومان او ماشومانې د قرآنِ کريم په حفظ و ناظره کښې مشغول دي ، صرف د دې دوو شُعبه جاتو سالانه اخراجات تقريباً 3 اربه او 73 کروړه روپئ دي۔
اِنْ شَــآءالـلّٰـه 15 نومبر 2020 ، 28 رَبِيعُ الْاَوَّل 1442 هجري د اتوار په ورځ به د ورځې 00 : 2 بجو نه واخله بله ورځ سحر 00 : 5 بجے پورې د ټيلي