Sab Se Barah Kar Sakhi

Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

اِمامِ اهلسنّت ، مجدّدِ دِین و ملّت امام احمدرضاخان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فتاویٰ رضویہ جلد23 ، صفحہ 152 کښې د صدقه په فضائلو باندې د احادیثِ طیبّه نه حاصلې شوي فائدے ذکر کړي دي ، په هغې کښې يو څو دا هُم دي : * د اللہ پاك په حکم به (صدقه ورکوونکے) د بد مرګ نه بچ کيږي ، (صدقه ورکوونکو د پاره به) اَويا دروازے د بد مرګ بندې شي * د دوئي (یعنی صدقه ورکوونکو) عُمرونه به زياتيږي۔ * (صدقه ورکوونکو سره به) د رزق فراخي او د مال کثرت وي ، * (او صدقه ورکوونکے به) د صدقه ورکولو د عادت په وجه کله هُم نه محتاجه کيږي۔ * (صدقه ورکوونکي) به خير و برکت حاصلوي۔ * (صدقه ورکوونکو) نه به آفتونه او مصيبتونه لرې کيږي ، * (صدقه ورکوونکو نه به) بده قضا لرې کيږي ، * (صدقه ورکوونکو باندې) اويا (70) دروازے د بدئ بندې شي ، * (صدقه ورکوونکو نه به) اويا (70) قِسمه مصيبتونه لرې کيږي۔ * (صدقه ورکوونکو سره به) مدد ِالٰہی شامليږي۔ *رحمتِ الٰہی به د هغوئي (یعنی صدقه ورکوونکو) د پاره واجب شي۔ *فرښتے به په هغوئي (یعنی صدقه ورکوونکو) باندې دُرود ليږي۔ د دې نه علاوہ نورې هُم ډيرې دِینی او دُنیوی فائدے دي چې هغه صدقه ورکولو سره حاصليږي۔

اے عاشقانِ رسول! تاسو پخپله هُم ټیلی تھون مهم کښې ضرور تعاون اوکړئ ، د خپلو مرحومانو د ایصالِ ثواب د پاره يونټ جمع کړئ۔ که کيدے شي نو د خپل کور د هر کس له طرفه کم از کم يو يو يونټ خو ضرور