Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi
وغيره پټول مناسب دي) (مِراٰةُ المناجيح ج٦. ص٣٧٨ ) * پرلت وهل هم د نبي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ثابت دي. * كوم ځائ كښې چې څه لـمر او څه سورے وي هلته مه كښينئ. د حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه رِوايت دے چې خوږ نبـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي : “ چې كله په تاسو كښې څوك په سوري كښې وي او د هغه نه سورے رُخصت شي او هغه په څه لـمر او څه سوري كښې پاتې شي نو هغه له پكار دي چې د هغه ځائے نه پاڅي. “ (سُنَنُ اَبـى داوٗد ، كتاب الادب باب فِـى الجلوس بين الظل والشمس ، الحديث : ٤٨٢١ ، ج٤ ، ص٢٤٤) * مخ په قبله كښينئ. (رَسائل عطَّارِيَّه ، حصَّه٢ ، ص٢٢٩) * اعلٰى حضرت ، امامِ اهلسنت ، شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي : د پير او اُستاذ په نشست [يعني د ناستې په ځائے] باندې د هغوئي په غير موجودګئ كښې هم مه كښينئ. (فَتَاوىٰ رَضَوِيَّه ، ج٢٤ ، ص٣٦٩ ، ٤٢٤ ) * چې كله اجتماع يا مجلس ته لاړ شئ نو د مخكښې تللو د پاره په خلقو د پاسه مه اوړئ چرته چې ځائے وي هلته كښينئ. * چې كله كښينئ نو پيزار اُوباسئ ستاسو ښپے به آرام مومي. (اَلجامِعُ الصَّغِير ، الحديث٥٥٤ ، ص٤٠) * د مجلس نه چې فارِغ شئ او دا دُعا درې ځله اولوَلئ نو ګناهونه به مو معاف شي. او كوم مسلمان ئې چې مجلِسِ خير او مجلِسِ ذكر كښې اولولي نو د هغه د پاره به په هغه خير مهر اولګولے شي. هغه دُعا دا ده : “ سُبْحٰنَكَ اللّٰھُمَّ وَ بِحَمْدِكَ لَاۤ اِلٰہَ اِلَّا اَنْتَ اَسْتَغْفِرُكَ وَ اَتُوْبُ اِلَیْكَ “ تَرجَمه : ستا ذات پاك دے او اے