Sab Se Barah Kar Sakhi

Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi

الله! هُم تا لره دي ټول صِفتونه ، ستا نه سوا هيڅ څوك د عبادت لائق نشته ، ستا نه بخښنه غواړم او ستا طرف ته توبه كووم. (سُنَنُ اَبـى داوٗد ، كتاب الادب ، باب فِـى كفارة المجلس ، الحديث : ٤٨٥٧ ، ج٤ ، ص٣٤٧) * چې كله يو عالِم باعمل يا مُتَّقي كس يا سيِّد صاحب يا مور و پلار راشي نو تعظيماً [يعني ادباً] اودريدل ثواب دے. * حَكِيمُ الاُمَّت حضرت مُفتي احمد يار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي : د بزرګانو په راتلو دا دواړه كارونه يعني تعظيمي قيام او استقبال جائز بلكه سُنَّتِ صحابه دے بلكه د حُضُور صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّتِ قولي دے. (مِراٰةُ المناجيح ج٦ ، ص٣٧٠ )

     اے زمونږه خوږه الله عَزَّوَجَلَّ! مونږ ته د ناستې ولاړې په سُنَّتو او آدابو د عمل كولو توفيق راكړې.  اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

     قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (1) د 312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه 16 او (2) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ هديه کړئ او اولولئ. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه غوره ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښې عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.

صَــلُّـوْا  عَـلَـی   الْـحَبِيْـب!                               صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد