Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi
پيښيدلو۔ خو افسوس! زمونږه حال دا دے چي د زړه نه مو د دُنيا مَحبَّت هډو د کميدلو نوم نه اخلي او هر وخت د دُنيا د نعمتونو او سهولتونو زياتولو په کوشش کښي لګيا اوسو۔
حضرت سَيِّدُنا مَجمَع انصاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دَ يو بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په باره كښې بيان كوي چې هغوئي اُوفرمائيل : “ د الله تعالٰى دا احسان چې زه ئې د دُنيا (د سهولتونو او اسانو) نه بچ كړې يم ، د دے (يعني د دُنيا) د فراخئ (مثلاً د مال دولت وغيره) په صورت كښې د وركړو شوو نعمتونو نه غوره دے. ځكه چې الله تعالٰى د خپل خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره دُنيا نه ده خوښه كړي ، ځكه ما ته هغه نعمتونه كوم چې الله تعالٰى د خپل نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره خوښ كړي دي ، د هغه نعمتونو نه خواږه دي ، كوم چې هغه د خپل نبي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) د پاره ناخوښه كړي دي. (شُعَبُ الاِيمان ج٤ ص١١٧ حديث٤٤٨٩ مُلَخَّصاً)
د دُنيا د مال او دولت ډير والے او د دې ښه ډير سهولتونه په لاس راتلل بيشكه نِعمَت دے خو د دې څيزونو نه بچ اوسيدل د دې نه غټ نِعمَت دے. (نیکی کی دعوت ، ص۳۵)
پیچھا مرا دُنیا کی محبَّت سے چُھڑا دے
یا ربّ! مجھے دیوانہ محمد کا بنا دے
دَ دُنيا د محبَّت نه خلاصے راكړې ديوانه د محمَّد مې كړې اے خدایا!
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد