Book Name:Sab Se Barah Kar Sakhi
صَدَقه کولو ، چنانچه يوه ورځ د مازديګر د لـمانځه سلام اوګرځولو سره سمدستي نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل مکانِ عاليشان ته تشريف يوړلو ، بيا ئې زر بيرته بهر ته تشريف راوړلو ، صحابۀ كرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان حيران شولو! هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل چې ما ته په لـمانځه کښي خيال راغے چې د صَدَقے څه سره زر په کور کښې پراته دي ، ما ته خوښه نه شوه چې شپه راشي او هغه په کور کښي پراته اوسي ، ځکه ورغلم او د هغې د تقسيمولو مې اُووئيل۔ (صحیح البخاری ، کتاب العمل فی الصلاۃ ، ج۱ ، ص۴۱۱ ، حدیث۱۲۲۱)
حضرتِ سَيِّدُنا ابُوذَر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي : يوه ورځ زه د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ووم ، چې کله هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُحُد غَر اوليدلو نو اُوئے فرمائيل : “ که دا غر زما د پاره سره زر جوړ شي نو زه به دا نه خوښووم چې د دې نه دِ يو دِينار هُم ما سره د درې ورځو نه زيات پاتې شي ، سِوا د هغه دِينار نه چي هغه زه د قرض ادا کولو د پاره ساتلے پريږدم۔ (صحیح البخاری ، کتاب فی الاستقراض ، ج۲ ، ص۱۰۵ ، حدیث۲۳۸۸)
حضرتِ سَيِّدُنا عبدُ الله اِبنِ عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا فرمائي : “ رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَ سَلَّم په خلقو كښې ټولو نه زيات سخـي دے او د سخاوت درياب به ټولو نه زيات هغه وخت په جوش كښې وو چې كله به په رَمَضان كښې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَ سَلَّم سره جِبرئيل عَـلَيْـهِ الـسَّلَام ملاقات د پاره حاضريدلو ، جِبرئيلِ اَمِين عَـلَيْـهِ الـسَّلَام به (د رَمَضَانُ الْمُبَارَك په) هره شپه د ملاقات د پاره حاضريدلو او نبـىِّ كريم رَءُوْفٌ رَّحِيْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَ سَلَّم به