Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir
او په آخرت کښې هُم.[1]
الله پاک د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رِضا غواړي
حضرتِ سَيِّدُنا عَمرو بِن عاص رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ روايت کوي چې خوږ مَکِّـي مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرتِ سَيِّدُنا اِبراهِيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د قول او د حضرتِ سَيِّدُنا عيسیٰ عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په قول مشتمل آيتونه مبارک تلاوت کړل ، چنانچه ،
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : اے زما رَبـه! بے شکه بُتانو ډير خلق ګُمراه کړل ، نو چا چې زما ملګرتيا اوکړه هغه زما دے او چا چې زما خبره اُو نه منله نو بے شکه ته بخښونکے او مهربانه ئې.[2]
او حضرت عيسیٰ عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په بارګاهِ اِلٰهى کښې عرض کړے وو ،
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : که ته هغوئي ته عذاب ورکړې نو هغه ستا بندګان دي.[3]
بيا حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل دواړه لاسونه اوچت کړل او اوئې فرمائيل : اُمَّـتِی اُمَّـتِی يعني زما اُمَّت زما اُمَّت. دا ئې چې څنګه اُوفرمائيل نو د سترګو نه ئې د اوښکو سيلاب روان شو. الله کريم حضرت جِبريل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ته اُوفرمائيل : اے جِبرِيل! مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له ورشه او معلومه کړه چې هغه څه څيز اوژړولو؟ جبريل امين په خدمت کښې حاضر شولو او د سبب تپوس ئې اوکړو نو رَحمتِ عَالَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُوفرمائيل : زه د خپل اُمَّت په غم کښې ژاړم. حالانکه الله پاک ته ښه معلومه ده. الله پاک